ولسمشر ټرمپ: له ولسمشر پوتين سره نه ګورم

روهي (جمعه/۹ د لېندې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې د روسيې له ولسمشر ولادميير پوتين سره به خپله لېدنه لغوه کړي.

ټرمپ داغه پرېکړه وروسته له هغې کړې ده چې مسکو د اوکراين يو شمېر کښتۍ تر بريد لاندې راوستې.

له دې وړاندې ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ او ولادميير پوتين به په ارجنټانيڼ کې د نړۍ د شلو سترو هېوادونو په ناسته کې سره وګوري.

مسکو د ولسمشر ټرمپ د خبرو په غبرګون کې ويلي دي چې سپينې ماڼۍ تر اوسه په رسمي ډول کرملين د لېدنې د لغوه کېدو خبر نه دی ورکړی.

د همدې اونۍ په سر کې اوکراين وويل چې روسي ځواکونو يې درې کښتۍ او يو شمېر چلونکي نيولي دي.