
روهي (پنځه نۍ/۸ د لېندۍ)، د هندوستان دبهرنيو چارو وزيره سشما سواراج وايي چې د پاکستان حکومت په يو وخت کې هم ترهګري کوي او هم د روغې - جوړې خبرې، چې دواړه کاارونه په يو وخت کې نه شي تر سره کېدلی.
نوموړې پاکستان ته ويلي دي چې له هندوستان سره له خبرو وړاندې بايد د ترهګرۍ مسايل حل کړي او له هغې وروسته خبرې - اترې پيل کړي.
سشما سواراج دا هم ويلي دي چې پاکستان د روغې - جوړې د خبرو په پار ورته مثبت څواب ورکړی دی خو دوی د خبرو وړاندې د نورو بدلونونو په تمه دي.
په پاکستان کې واک ته د عمران خان له رسېدو وروسته د دغه دوه هېوادونو ترمنځ د خبرو موضوع ګرمه شوه خو تر اوسه يې کومه پايله نه ده ورکړې.