
روهي (څلورنۍ/۷ د لېندۍ)، په واشنګټن کې د امريکا سفير (سیو تیانکي) وايي چې که چېرې د امريکا او چين ترمنځ اقتصادي جګړه ونښلي نو په نړۍ ډېر ناوړه اغېز وکړي.
نوموړي د امريکا او چين ترمنځ په ښو اړيکو ټېنګار کړی دی او ويلي دي چې دغه دوه هېوادونه بايد د نړسس د اقتصاد مسووليت په غاړه ولري.
سیو تیانکي وايي چې د امريکا او چين له يو بل څخه بېلېدل شونې نه ده او که څوګ دغه فکر کوي نو لومړی بايد د دغه د ناوړه پايلو په اړه فکر وکړي.
په واشنګټن د چين سفير دا هم ويلي دي چې هېواد يې د اقتصادي جګړې لېوالتيا نه لري او ستونزې به د خبرو له لارې حل کړي.