په پاکستان د چين پر قونسلګرۍ د بريد په اړه د چين غبرګون

روهي (څلورنۍ/۷ د لېندۍ)، چين ويلي دي چې په پاکستان کې د دغه هېواد پر قونلسګرۍ بريد به د دغه دوه هېوادونو پر اړيکو ناوړه اغېز ونه کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې چين او پاکستان ژورې سټراټېژيکې اړيکې لري او دا ډول پښې پرې بد اغېز نه شي کولی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جنګ چوانګ ويلي دي چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو او ولسونو ترمنځ اړيکې به د اوس په ډول ښې پاتې شي.

په پاکستان کې د چين پر قونسلګرۍ دغه بريد تېره اونۍ شوی چې دوه پوليس په کې ووژل او دوه نور په کې ټپيان شول.