
روهي (درې نۍ/۶ د لېندۍ)، د پاکستان لومړی وزير عمران تېره ورځ قبايلي سيمې وزيرستان ته سفر وکړ او هلته شته خلکو ته يې وينا وکړه.
عمران د ترهګرۍ پر وړاندې د قبايلو او په ټوله کې د پاکستانيانو مبارزه وستايله. عمران ويلي چې په دغه برخه کې چې څومره قرباني پاکستان ورکړې ده د نړۍ کوم بل هېواد نه ده ورکړي.
نوموړي په خپلې وينا کې ويلي دي چې نور به پاکستان هغه جګړې ونه کړي چې د نورو له خوا ورکول کيږي. خان ټېنګار کړی چې پاکستان د ترهګرۍ قرباني شوی دی.
لومړي وزير د افغانستان د سولې په اړه ويلي دي چې د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري کوي ځکه سوله ييز افغانستان د پاکستان په ګټه دی.