د روسيې په اړه د اوکراين د سمندري ځواکونو شکايت

روهي (درې نۍ/۶ د لېندۍ)، د اوکراين هېواد د سمندري ځواکونو چارواکو ويلي دي چې روسيي پوځيان د دغه هېواد پر کښتيو ډزې کړي او د وړاندې تګ څخه يې منع کړې دي.

د اوکراين حکومت ويلي دي چې روسانو د کریمیا په کرچ اوبو کې د دوی پر درېيو کښتيو ډزې کړي دي او درې کښتۍ چلونکي يې هم نېولي دي.

بيا له بلې خوا روسيي ځواکونو ويلي دي چې د اوکراين دغه کښتۍ په غېرې قانوني ډول د روسيې اوبو ته دننه شوي او دوی په همدې پار غبرګون ښوودلی دی.

د روسيې دغه چارې نړيوال غبرګونونه راپورته کړي دي. يو شمېر هېوادونو د روسيې او اوکراين د ستونزې د سوله ييز حل غوښتنه کړي او يو شمېر نور بيا روسيه په اصول ماتونې تورنه کړې ده.