عجيبه ديموکراسي ده.

ليکوال: کرامت الله حيات (لندن)
کله چې په هيواد کې د افغانستان اسلامي امارت پاى ته ورسېد او نوى انتقادي دولت رامنځ ته شو نو ډېرو خلکو داسې فکر کاوه چې د افغانستان مظلوم اولس به د ارامۍ خوبونه وويني، ناټو او د امريکا غړي هيوادونه به په افغانستان کې د بيا پراختيا دپاره چټک ګامونه واخلي، په افغانستان کې به يو تلپاتې سوله، ملي يو والى، اقتصادي پياوړتيا او د پوهې د لوړتيا دپاره ډېر څه تر سترګو شي، خو د وخت په تېرېدو سره د خلکو دغه نظرونه پر ځاى ثابت نه شول، دا دى د اولسمشر حامدکرزي د حکومت لس کاله برابريږي، ملکي وژنه ورځ په ورځ پر مخ روانه ده، سولې ته د پاى ټکى کېښودل شوى او د افغانست
ان خلک په دې پراخه ديموکراسۍ کې د لوږې څخه سر ټکوي او حتى ځينو خپل بچي د خرڅلاو لپاره د ښار بازارونو ته راويستي دي، خو د بلې خوا امريکا او د نړۍ نور غړي هيوادونه وايي چې په افغانستان کې د بشري حقوقو د مبارزې لپاره کوټلي ګامونه اخستي او په دغه هيواد کې په ميليونونو ډالر يواځې د بشري حقوقو د خوندي کولو دپاره کارولي دي، که د روانو حالاتو نادودو ته ځير شو نو د امريکا او ناټو غړو هيوادونو څخه هم لار ورکه شوې ده، د يو خوا څخه د طالبانو څخه د خبرو کولو چغې وهي او له بلې خوا د ملکي وګړو په وژلو کې پوره زيار باسي، څه عجيبه ديموکراسي ده، امريکا غواړي چې په افغانستان کې دوه مخى سياست پر مخ بوځي خود امريکا دغه پاليسي د افغانستان په روانو حالاتو کې ناکامه ده او له امريکا څخه دا خبره له ياده وتې چې افغانانو د خپل پت، عزت او د وطن د استقلال لپاره د دوى نيکونو سره د وينو تويېدو په بدل کې او د استقلال د لاسه ته راوړلو دپاره په ميليونونو بچيان شهيدان کړل چې ښکاره سلوکونه يې دلته په لندن کې د جنرال برايډن په کتابونو کې ښکاره ليکل شوي دي.
دلته خبره د افغان ولسمشر حامدکرزي څخه خرابه ده، چې د يو خوا د طالبانو سره د سولې په نامه جرګې جوړوي او له بلې خوا يې د امريکا په مشرۍ د شمالي ټلوالې سره لاس يو کړى او د پښتنو په سيمو کې يې اورونه بل کړي دي، چې د دغو عاملينو له وجې په هيواد کې د سولې تامينول څه اسانه خبره نه ده، څو ورځې وړاندې د سرورود او د خوږياڼيو په ولسواليو کې د بې ګناه او مظلومه افغانانو وينې د ناټو او امريکايي ځواکونو لخوا په بې رحمانه توګه تويې شوې، افغان اولسمشر د دغه خلقو پر حال هيڅ خواشيني ښکاره نه کړه او ناټو د مرکزي دفتر وياند بيا وايي چې دغه خلک القاعده وو، خو د ثبوتونو دليدلو سره د خوږياڼيو په ولسوالۍ کې کوم ولسي وګړي شهيدان شول هغوى په همدغه ورځ د پاکستان څخه د خپلې کورنۍ د يو غړي جسد خپلې پلارنۍ هديرې ته روان کړى وو چې د پاسه پرې امريکايي ځواکونو بمبار وکړو او د نوموړې کورنۍ اته وګړي يې شهيدان کړل، د دغو اته وګړو جنازې بيرته د پاکستان خاورې د پېښور په شمشتو سيمه کې خاورو ته وسپارل شوې. آيا دغه خلک د افغانستان د نفوس څخه نه شمېرل کيدل او که دغه خلک په رښتيا القاعده وو؟؟
بس معلومه ده چې امريکا او دناټوغړي هيواد د ولسمشر حامدکرزي په خوښه د پښتنو وينې تويول غواړي او امريکا په خپله نه غواړي چې په هيواد کې سوله او امن راشي، نو د بهرنيو د کړنو داسې معلوميږي چې د امريکا دا پراخه ديموکراسي يواځې او يواځې د افغانانو د وژلو دپاره جوړه شوې ده.
نو امريکا او د ناټو غړي هيوادونه دې پر دې وپوهيږي چې د داسې کړنو نه بعد به د افغانستان په هره دره کې هر زلمى طالب او مجاهد شي او د امريکا هغه کرکجن سرونه به د خاورو سره خاورې کوي، ولسمشر حامد کرزى به هم د خپلو بوډاګيو ملګرو سره بيرته د امريکا په ښارونو، هوټلو کې په دندو اوپه ټکسي چلولو بوخت شي خو د ملت د حساب څخه به هيچرته هم خوندي پاتې نه شي، تاريخ يې پر مخ لاړې توکي او د افغانستان دغه سپېڅلې خاوره به يې جسد نه قبلوي.