شفيق ستانکزى کرکټ شرموي
ليک: ډاکټر سيد نصيب الله
شفيق ستانکزى چې له ډېرې مودې راهيسې د افغانستان کرکټ بورډ د اجراييه رييس په حېث دنده ترسره کوې، په کرکټ بورډ کې دننه يوه کس راته وويل، چې کال کېږي چې د دندې وخت يې پوره شوى دى، خو څوک يې غم نه کوي، چې ليرې يې کړي. حال دا چې د ده د دندې پر مهال درې کسان د چيرمېن په حېث بدل شول.
د شفيق ستانکزي د کمېشنکارۍ کيسې خو ټول ولس ته معلومې دي، چې نه يوازې له لوبغاړو کمېشن اخلي، بلکې د ټي ټين يا لس اوريزه ليګ په برخه کې يې هم لوى کمېشن اخيستى دى او دا لوبې يې شمشاد ټلويزيون ته ورکړي، چې شمشاد ټلويزيون يې په نشر باندې ځان هم وشرماوه، ځکه د لوبې په منځ کې خبرونه هم خپروي، سريالونه هم خپروي او له هر توپ وروسته بيا اعلانونه هم خپروي، چې د ولس يې له کرکټه زړه ورتور کړ.
خو د شفيق ستانکزي اوس تر ټولو نوې ناندرۍ دا ده، چې د کرکټ په شرمونه پسې يې بېخي مټې رابډوهلي دي، ځکه نن ستانکزي يوه غونډه کړې ده او په هغه غونډه کې يې ويلي دي (د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره نوې درې کلنه کړنلاره جوړېږي) خو دا کړنلاره په اصل کې د روان کال په لومړي سر کې جوړه شوې ده او هغه هم د درې کلونو لپاره، خو شفيق ستانکزي هماغه کړنلاره راخيستې ده او اوس يې په خپل نوم بيا جوړوي.
حال دا، کله چې د کورني کرکټ کړنلاره او تګلاره د روان کال په پيل کې په کرکټ بورډ کې جوړه شوې وه، نو هم شفيق ستانکزي ته ورغلې وه، چې هغه اپروو يا منظوره کړې وه او بيا يې د کړنلارې او تګلارې جوړونکي ستايلي هم و، خو هماغه تګلاره اوس بيا په خپل نوم جوړوي.
د کورني کرکټ لپاره دغه کړنلاره او تګلاره دولت احمدزي، عبيد حقيار، حيات الله او شاهين نيازي جوړه کړې وه. په دې اړه شاهين نيازي هم خپله فېسبوکپاڼه يو پوسټ هم کړى دى، چې يې پکې ليکلي دي، چې شفيق ستانکزى په ژوول شويو ګنډيريو باندې شخوند وهي او هغه کړنلاره، چې دوى مخکې جوړه کړې وه، هغه به ژر رسنيزه هم کړي.
دا د شفيق ستانکزي د فساد يوه وړه بېلګه وه، هغه څوک چې دوه ورځې هم کرکټ بورډ ته ورغلى دى، هغه ته مخامخ د شفيق ستانکزي ټولې کيسې معلومې دي، تر څو چې شفيق ستانکزى په کرکټ بورډ کې وي، فساد به ورځ تر بلې زياتېږي او ويل کېږي چې د فساد تر ټولو لوى کس همدا شفيق ستانکزى دى.
شفيق ستانکزى همدا راز تر هغې يو نوى څوک په هېڅ يوه لوبډله کې نه پرېږدي، چې ده ترې پېسې نه وي اخيستي، همدا راز کوم کسان چې شفيق ستانکزي کرکټ بورډ ته راوستي دي او دلته يې په کوم چل مقرر کړي دي، له هغه ټولو څخه په معاش کې نيمايي برخه اخلي. دا ټولې هغه کيسې دي، چې په کرکټ بورډ کې راته يوه کارکوونکي وکړې.
همدا راز ولس هم نور له شفيق ستانکزي زيات په تنګ راغلى دى، ځکه چې دې سړي د افغانستان ټول کرکټ وشرماوه، تاسې د افغانستان کرکټ بورډ فېسبوکپاڼه کې د شفيق ستانکزي دغه ياد خبر ته لاندې د خلکو تبصرې وګورئ، چې د شفيق ستانکزي پر وړاندې ولس څومره سپکه ژبه کاروي او ټول همدا غوښتنه کوي، چې بايد شفيق ستانکزى له کرکټ بورډ وشړل شي.
له ولسمشر مو بيا هم همدا غوښتنه ده، چې د کرکټ بورډ اداره دې وژغوري، ځکه دې ته د ټول ملت سترګې دي او که ارګ همداسې سترګې پټى پاتې شي، ولس به يې ونه زغمي.
وروستي