
روهي (دوه نۍ/۵ د لېندۍ)، د ايران په درېيو ښارونو کې تېره ورځ شديدې زلزلې په لسګونه کسان ژوبل کړي دي او درنه مالي تلفات يې رامنځ ته کړي دي.
دغه زلزله د ايران په سرپل ذهاب، لوېدیځ ګېلان او قصر شیرین ښارونو کې شوې ده او د شدت درجه يې ۶،۴ ښوودل شوې ده.
د ايران دولتي رسنيو ويلي دي چې د دغه زلزلې له امله ۵۵۳ کسان ټپيان شوي دي او همدا ډول يو شمېر ودانۍ زيانمې شوې دي.
د ايران حکومت ژغورنکې ډلې زلزلې ځپلو سيمو ته استولې دي او خپلې لومړنۍ مرستې يې پيل کړې دي.