نعت شریف

دردمن زړګی مې تل په تاپسې خوګیږي ـــــــــــ روضه دې رایادیږي
سحروي که ماښام(۲ )
ته د تمام امت پیشوایې ـــــ دژوندتیارولره سبایې
زموږلارورکورهنمایې
وړه سختي دې هم په مونږه نه لوریږي ــــــــ روضه دې رایادیږي
سحروي که ماښام (۲)‎‎‎
څومره ویاړلی پیغمبریې ـــــ چې موله هردرده خبریې
په انبیاوو معتبریې
هرامتي دې په نامه باندې نازیږي ـــــــ روضه دې رایادیږي
سحروي که ماښام (۲)
چاچې له تامخ اړولی ـــــ ځان یې نړۍ ته شرمولی
سرپه تندي راغورځیدلی
دوی جاهلان دي په عظمت دې نه پوهیږي ــــ روضه دې رایادیږي
سحروي که ماښام (۲)
زړه مې داستادمینې کورکړه ــــــ بیاپه کې بل داسې یو اورکړه
جوړپه کې داسې ښکلی شورکړه
چې عبادت کړم غبرګې اوښکې مې بهیږي ـــــــ روضه دې رایادیږي
سحروي که ماښام (۲)
یادونه :دغه نعت شریف درانه قاری عبدالمالک مظلومیارته ډالۍ شو البته دوزن کم والی په ترنم کې ورکیږي .