د اقصى د سوځولو يوڅلويښت کاله وشول خو اقصى اوس هم...

کله چې په کال ١٩٤٨ز کې فلسطين او په ځانګړې توګه الضفة الغربية (د اقصى جومات يوه لويه برخه په الضفة الغربية کې راځي) ونيول شو او په کال ١٩٦٧ز کې د عربو او اسرائيل ترمنځ له يوې شپږ ورځنۍ جګړې وروسته القدس الشرقية هم ونيول شو، له هماغه وخته اسرائيل په دې فکر کې و چې اقصى جومات څنګه لمنځه يوسي، بالاخره دوي پريکړه وکړه چې اقصى جومات به سوځوي چې د ١٩٦٩ز کال د اتمې مياشتې په يوويشتم تاريخ چې اوس موږ په همدې ورځو کې يو، له نن څخه يوڅلويښت کاله وړاندې دوي وغوښتل د استراليايې صهيونيست مايکل روهن په لاس د اقصى جومات چې د مسلمانانو لمړۍ قبله ده وسوځوي، کله چې روهن له استراليا څخه د اقصى جومات د سوځولو لپاره راغى او د جومات يوه لويه برخه يې وسوځوله، چې له هغو څخه مشهور سوځول شوي ځايونه دا دي:
-د صلاح الدين ايوبي منبر: دا هغه منبر و چې نور الدين زنګي د اقصى جومات لپاره جوړ کړى و، خو هغه وخت کې اقصى دصليبيانو له لورې اشغال شوې او هغه غوښتل چې له آزادولو وروسته دا منبر په اقصى جومات کې کيږدي، لکه څنګه چې هغه مخکې له دې چې اقصى آزاده کړي وفات شو، نو کله چې صلاح الدين ايوبي (د اقصى جومات آزادوونکى) د صليبيانو له لاسه جومات آزاد کړ، بيا يې په خپلو لاسونو دا منبر هلته کيښود. دا منبر د لرګيو و ځکه ډير ژر وسوځيد.
-د عمر رضي الله عنه جومات: د دې جومات سقف د لرګيو څخه و ځکه وسوځيد.
-د ذکريا عليه السلام محراب چې د عمر رضي الله عنه د جومات ترڅنګ و هم و سوځول شو.
-مقام الاربعين د ذکريا عليه السلام د محراب ترڅنګ و اور واخست.
-د قبه مسجد ترڅنګ دوه لويې پايې هم اور واخستې.
-محراب الرخامي هم وسوځيده.
-جنوبي ديوال هم په دې اور کې لمنځه ولاړ.
-اته څلوښت هغه کړکۍ چې جومات ته يې د لمر د ننوتو مخنيوى کاوه و سوځول شوې.
او له دې سره د اقصى جومات نورې ډيرې برخې هم وسوځيدې.
دا اور بيا د د ځايې فلسطينيانو له لورې مړ کړل شو (سره د دې چې يهودانو تر ډيره مزاحمت کاوه او فلسطينيان يې نه پريښودل چې اور مړ کړي) . له دې جريمې څخه وروسته د نړۍ مسلمانانو مظاهرې وکړې، شاعرانو د دې جرم په غندنه اشعار وويل چې له هغو څخه مشهور شعر د کمال عبدالرحيم دى:

يا ثالث الحرمين حرقُك نكبة
فيها يزيد الجرح والإيلام
إن يحرقوك فليس ذلك بدعة
في دينهم بل إنها الأحلام
حرب على الدين الحنيف وإنها
لطويلة ما طالت الأيام
أين الملايين الذين نعدهم
أو ليس فيهم فارس مقدام؟
كيف الحقوق تضيع من أصحابها
إن كان فيهم مبدأ وحسام
قم يا صلاح الدين فالقدس التي
حررتها يزهو بها الحاخام
فلعلّ سفر المجد يفتح صفحة
فيطل يومٌ مشرق بسّامُ
حتى تر دې چې په مسلمانانو کې د جهاد او د اقصى د آزادولو حس را ژوندى شو، شهيد ملک فيصل اسلامي کانفرانس له دې جريمي څخه يوه مياشت وروسته په المغرب کې جوړ کړ او ټولو فيصله وکړه چې سياسي او عسکري به د اقصى جومات د خلاصون او آزادي هڅې کوي او دغه کانفرانس په کال ١٩٧٥ز کې د لجنة القدس دائمي کميټه جوړه کړه او غوښتل يې له دې لاري خپل پلانونه عملي کړي، کله چې په اسلامي نړۍ کې داسې يو حرکت رامنځ ته شو، صهيونستان وويريدل او له داسې کارونو څخه يې لاس واخست، خو په حقيقت کې يې لاس وانه خيست او نه دا د اقصى جومات په مقابل کې لمړى او وروستۍ ګستاخي وه، مګر دا هڅې اوس هم روانې دي، د اقصى جومات لاندې تر څلور سوه اته اتيا مترو پورې کندې ويستل شوې ترڅو دا مبارک جومات لمنځه يوسي.
بله خوا صهيونستانو په القدس الشرقية کې د فلسطينيانو د کورونو ورانول او له کورو څخه يې ويستل پيل کړي، القدس الشرقية د نړيوال قانون په اساس د عربو ځمکه ده (دا څو څو وارې خپله بانکي مون هم ويلي)، اسرائيل غواړي پکې خپل ښارګوټي جوړ کړي، د دې لپاره هغوي فلسطينيان له خپلو کورونو څخه وباسي او دومره تيز کار يې په ٢٠٠٩ز کې پيل کړ چې په يوه اونۍ کې ٥٧ کورنۍ له خپلو کورونو څخه ويستل شوي. د بشري حقوقو د کميټي مشري هم په دې اړه وويل چې په القدس الشرقية د اسرائيلي ښارونو جوړول او فلسطينيان يې له کورونو څخه ويستل د نړيوال قانون مخالف کار دى.
په داسې حال کې چې اسرائيل ورځ تر بلې خپل غير شرعي توب او مجرمه څيره پخپله ښکاره کوي، کله په نړيوالو اوبو کې کښتۍ ولي او کله خلک له خپلو کورونو څخه وباسې، کله يو او کله بل داسې کارونه چې نه يواځې له اسلام سره مخالف دي مګر دا د بشريت دښمنان دي، خو پوښتنه دلته ده چې امريکا کيلو مترونه مصافه وهي، په نورو هيوادونو خيټه اچوي (د ديموکراسۍ او د بشر د حقوقو په بهانه) ولې له اسرائيل سره چې ثابت شوى ترورست دي مرسته کوي؟؟ ولې له اسرائيل سره د مظلومو فلسطينيانو په وژنه کې مرسته کوي؟! آيا دلته د بشر حقوق نشته؟! د بشر حقوق، ديموکراسي او شخصي آزادي يواځې د يو عيسايې او يهودي لپاره ده؟! ولې دا ډول ديموکراسي زموږ لپاره نشته؟!، دا هغه پوښتنې دي چې يواځې امريکا او د امريکا جمهور رئيس بايد ورته ځواب ووايې، په داسې حال کې چې امريکا د بشر حقوقو، ديموکراسي او حتې انسانيت ته په ټيټه سترګه ګوري کله چې دوي په ټوله نړۍ کې د اسرائيل په څير يو هيواد سره تر ټولو ډيره مرسته کوي او ډير په بې شرمي سره اعلان کوي چې موږ له اسرائيل سره هميشنۍ دوستي لرو، دا داسې يوه دوستي ده چې هيڅ څوک يې نشي پرې کولى، څوک چې اسرائيل ته خطر ده هغه موږ ته هم خطر ده (لکه څنګه چې اباما په مصر کې وويل).
دا دې د اقصى جومات د سوزولو د هڅې يوڅلويښتم کال راورسيد، خو په دې يوڅلويښت کالو کې د فلسطين د مسلمانانو درد درمان نشو، لاهم هماغسې مشکلات لري، هره ورځ يې کورونه خرابيږي، له خپلو کورونو څخه چې د دوي قانوني ( د ملګرو ملتو په قانون) حق دې ورڅخه ويستل کيږي، مشران يې بندايانيږي (شيخ الاقصى شيخ رائد صلاح اوس هم د صهيونستانو په زندان کې دى)، بې ګناه خلک پکې شهيدانيږي او هرډول غير انساني او غير بشري سلوک ورسره کيږي، خو داسې هيڅ څوک نشته چې د دوي پوښتنه وکړي، داسې څوک نشته چې د دوي د قانوني حق دفاع وکړي او د صهيونستانو د وحشيانه کړنو مخه ونيسي او يا هم د دوي په اشغال شوې خاوره او مقدسات چې نه يواځې د دوي لپاره مګر د ټولې اسلامي نړۍ لپاره تر مکي او مدني حرمينو لږ ارزښت نلري د دفاع لپاره راپاڅي او د صلاح الدين ايوبي مړ تاريخ راژوندي کړي.
د اقصى جومات د سوځيدو دسيسه خداي جل جلاله شنډه کړه، خو اقصى جومات اوس هم له خطره ندى خلاص شوى، هره ورځ صهيونستان د اقصى جومات او نورو اسلامي مقدساتو ترڅنګ او لاندې کندې وباسي ترڅو دا مبارک جومات شهيد کړي، خو مسلمانان لاهم ويده دى، هره ورځ بې ګناه مسلمانان په قدس کې ځوريږي خو څوک يې د پوښتنې نشته، اوس يوه نيمه کيږي چې شيخ رائد صلاح د اقصى هميشنې مدافع بندي دي، مسلمان فلسطينيان له خپلو کورونو څخه ويستل کيږي او کورونه يې په وحشت اشغال کيږي.
دا د ټولو مسلمانانو فريضه ده چې د اقصى جومات د خلاصون هڅې وکړي، موږ به دقيامت په ورځ پوښتل کيږو او دا يواځې د فلسطينيانو مسوليت ندې چې اقصى جومات آزاد کړي، دا د هر مسلمان فريضه ده چې خپله لمړۍ قبله د اشغال له منګولو خلاصه کړي او دا خلاصون نه په خبرو کيږي او نه وړيا ورکول کيږي، لکه څنګه چې سيد جمال الدين افغاني وايې: آزادي ورکول کيږي اخستل کيږي نه، اقصى هم په زور نيول کيږي، ځکه زور زور دفع کوي. لکه څنګه چې حماس له اسرائيل سره د مذاکرت مخالف دي او فتح ګوند يې مخ پر وړاندې بيا يې، په همدې لړ کې پرون د فتح ګوند مشر او د فلسطين نا قانونه جمهور رئيس، جمال مبارک(د حسنې مبارک ځوى)، اسرائيلې چارواکې او امريکايې چارواکې په واشنطن کې د فلسطين د قضيي د حلولو په موخه ناست و، جمال مبارک وويل چې قدس په د دوو هيوادو پلازمينه وي، په داسې حال کې چې هغه په مصر کې د اوباما خبرې هيرې کړې وې، اوباما په مصر کې ويلې و چې قدس به د اسرائيل پلازمينه وي او هيڅ کله به هم ورسره پکې څوک شريک نشي.
بيت المقدس اوس بيا د صلاح الدين ايوبي د راتلو په انتظار ده، نو موږ هم بايد خپل مسوليت وپيژنو او د اقصى جومات د آزادۍ لپاره بايد هر ډول کوښښ وکړو، که هيڅ نه وي دعا خو هر ضعيف مسلمان کولى شي، بايد د مسلمانانو د قبلې د ازادي لپاره خپل اعمال نيک کړو، دا خداى جل جلاله ته هيڅ مشکله نده چې همدا اوس اقصى آزاده کړې مګر موږ هم بايد په اسبابو پسې وګړځو، يو عالم وايې چې که چيرته هر مسلمان يو سطل اوبه را واخلي او په اشغال شوي فلسطين يې وغورځوي نو ټول اسرائيل به اوبه يوسي، يو سطل اوبو ته اړتيا ده، خو دا هغه وخت چې کله مسلمانان کار وکړي، نو که هر مسلمان د اقصى د آزادولو لپاره خپله هڅه وکړي، حتما به الله تعالى ورسره مرسته کوي. الله تعالى فرمايې: (إن الله لايغير مابقوم حتى يغيروا مابأنفسهم)
ژباړه: الله د هغه قوم حال نه تغيروي کوم چې خپل حال تغير نکړي،
الله تعالى دې ما او د اسلامي امت هر غړي کې د خپل هيواد او د اقصى جومات د آزادولو حس راژوندى کړي. آمين
--
--
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ: awakening.bloguna.tolafghan.com