
روهي (نۍ/۳ د لېندۍ)، د ميلاد نبي په مراسمو کې د پاکستان لومړي وزير عمران د عيسويان په اړه څرګندونې کړې دي چې غبرګونونه يې راپورته کړي دي.
عمان خان ويلي دي "په انساني تاريخ کې د حضرت موسی (ع) ذکر شوی دی خو د حضرت عيسی (ع) په اړه مونږ کوم څه نه شو پيدا کولی."
په ټولنيزو رسنيو د عمران د خبرو وېډيو خپار شوې ده او غبرګونونه يې راپورته کړي دي. يو شمېر شنونکو ويلي دي چې عمران خان دې له عيسوي ټولنې بښنه وغواړي او دا څرګندونې مذهبي نفرت پارونکې دي.
ځينو نورو بيا ويلي دي چې د عمران خان خبرې پرې شوې دي او په ټولنيزو رسنيو خپاره شوې وېډيو يې غوڅه شوې ده.