
روهي (نۍ/۳ د لېندۍ)، د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې د تحريک لبيک پاکستان په نوم د يوې سياسي او مذهبي ډلې مشر خادم حسين نېولی دی.
رسنيو ويلي دي چې خادم حسين د هغه لاريونونو رهبري کوي چې په پاکستان کې د عيسوۍ ميرمنې اسيه بي بي پر ضد کيږي او ګډوډي يې رامنځ ته کړې ده.
د پاکستا د دالاعاتو وزير فواد چوهدري د نوموړي نېونه تايئد کړې ده او ويلي دي چې نوموړی تېره شپه نېول شوی او په نظارت خونه کې ساتل کيږي.
خادم حسين ته له دې وړاندې څو ځلې خبر ورکړل شوی وو چې په پاکستان کې د روانو لاريونونو څخه لاس واخلي او وضعيت کړکېچن نه کړي.