
روهي (جمعه/۲ د لېندۍ)، د پاکستان خيبرپښتونخوا په هانګو نومي سيمه کې نن ورځ د يوې ديني مدرسې د دروازې پر وړاندې چاودنې شوې چې ۲۵ کسان يې وژلي او ۳۵ نور په کې ټپيان شوي دي.
پوليسو ويلي دي چې پېښه د يوې دينې مدرسې سره نېږدې د ګڼې - ګوڼې په سيمه کې شوې ده او شونې ده چې د تلفاتو شمېر يې پو رته شي.
سيمې ته پوليس رسېدلي دي، ټپيان روغتونونو ته لېږدل شوي او د امنيتي ځواکونو له خوا سيمه کلابند شوې ده.
په نن ورځ کې دا دويمه پېښه ده چې په پاکستان کې تر سره کيږي. له دې وړاندې نن سهار په کراچۍ کې وسله والو د چين پر قونلسګرۍ هم بريد کړی وو.