
روهي (جمعه/۲ د لېندۍ)، نن د جمعې پر ورځ د پاکستان په خيبرپښتونخوا ايالت کې چاودنې چې د ګڼې - ګوڼې په يو مارکېټ کې شوې ده، اته کسان وژلي او ۲۲ نور ټپيان دي.
سيمه ييزو چارواکو روېټرز ته ويلي دي چې پېښه نن له غرمې مخکې د خبير پښتونخوا په اورکزيو سيمه کې شوې ده او تلفات يې ولسي وګړو ته اړولي دي.
د چارواکو په وينا چې سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي دي او دا چې چاودنه زوروره وه نو ښايي چې د تلفاتو شمېر نور هم پورته شي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د بريد مسووليت نه دي منلی.
د يادونې ده چې نن سهار په کراچۍ ښار کې هم د چين پر قونسلګرۍ بريد شوی چې دوه پاکستاني پوليس په کې وژل شوي دي.