په کراچۍ ښار کې د چين پر قونسلګرۍ بريد شوی او پاکستاني پوليس په کې وژل شوي دي

روهي (جمعه/۲ د لېندۍ)، د پاکستاني رسنيو د مالوماتو په اساس د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې وسله والو د چين پر قونسلګرۍ بريد کړی چې دوه پاکستاني پوليس په کې وژل شوي او يو بل په کې ټپي دی.

رسنيو ويلي دي چې په پېښه کې بريدګر هم وژل شوی دی او په سيمه کې چاودېدونکي توکي هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د خپلواک بلوڅستان پوځ په نوم د پاکستان يوې بيلتون غوښتونکې ډلې د بريد مسووليت منلی دی او ويلي دي چې د دوی درېيو کسانو د چین پر قونسلګرۍ بريد کړي.

دغه ډلې روېټرز ته ويلي دي چې ځکه يې د چين پر قونلسګرۍ بريد کړی دی چې ياد هېواد د پاکستان ګټې استثمار کړې دي.