غزل

 مــــــــا چې له چــــــا سره ټول عمر محبت کــــــــــــړى دى 
افســـــوس چې هغـــه رانــه هر وختې نفـــــرت کړى دى  ته خــــــو زمــــــا وې ته يې ولې بل تــــــه ورکړې ګرانې  پلار دې زمـــــــا په امـــــــانت کې خيــــــــــانت کړى دى خيرات مې ځــــــــکه کړى ځکـــــــــــــه حلواګانې وېشم نن يې همزولـــــــــــــو ته زمــــــــــــا يو څه صفت کړى دى  يوه خــــــــولګۍ باندې شـــوې هغه سترګې ټيټې راته  کومـــــــــــو چې ټول عمر زما په زړه حکومت کړى دى  اخ ! يار مې مـــــــــــــاته وايي ته راسره مينــــــه نه کړې  اخ ! لکــه څوک چې وۍ پښتون کله غيرت کړى دى؟  شکــــــــر چې مونږ نه يو تېروتي ددې نـورو غـــــوندې  شکـــــــر چې مونږه لوى الله ته عبــــــــــــــــادت کړى دى  نه لېــــــــونى راته چــــــــــــا ووې او نــــــــــه کاڼي راغلل  ستا د چـــــــــم خلکـــــــــــو نن زما دومره عزت کړى دى واخله غېږ واخله ، شونډې واخله ، يا نن شپه درځمه  ووايه کلـــــــــــه دې جــــــــــانانه دا عــــــــادت کړى دى؟  خـوله يې ترې غوښتې ده ، تراوسه يې اخيستې نه ده دا يې چټـــــي هسې ( يرغــــــل ) پورې تومت کړى دى