
روهي (پنځه نۍ/۱ د لېندۍ)، له سرېلانکا څخه راپورونه وايي چې په دغه هېواد کې د تېرو کورنيو جګړو پر مهال يې د وژل شوي کسان يو ډله ييز قبر يې موندلی دی.
په دغه قبر کې ۲۳۰ انساني جسدونه موندل شوي دي او شنونکي وايي چې دغه کسان د سرېلانکا د کورنيو جګړو پر مهال وژل شوي دي.
د بشري حقونو ډلې وايي چې په دې اړه بايد څېړنې تر سره شي ځکه چې د سرېلانکا د کورنۍ جګړې پر مهال تر شلو زرو کسان تري - تم شول.
د سرېلانکا کورنۍ جګړې ۲۶ کالونه دوام وکړ چې د بېلتونپالو تامیلیانو او د سرېلانکا د پوځ ترمنځ روانه وه او په ۲۰۰۹ز کال کې پای ته ورسېده.