د کرېکټ په لس اوره لوبه کې د شهزاد محمدي تازه رېکارډ

روهي (پنځه نۍ/۱ د لېندۍ)، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او ويکټساتي شهزاد محمدي په لس اوره لوبه کې نوی ریکارډ نوی رېکارډ جوړ کړ.

د بي بي سي د مالومات له مخې نوموړي
په دغه لوبه کې په ۱۶ توپونو سره ۷۴ منډې جوړې کړې؛
په ۱۲ توپونو سره چټکه پنځوسیزه وکړه؛
اته شپږیزې او شپږ څلوریزې وکړې؛
دوه سینګل منډې یې جوړې کړې؛
یو بال یې هم ضایع نه کړ.

شهزاد محمدي دغه رېکارډ په عربي متحده اماراتو کې د راجپوت لوبډلې په ګټه جوړ کړی، چې نړيوال کرېکټ شنونکي يې حيران کړي دي.