کور خالــــــــي دئ واټ خالـــي ديره خالي
ښار خالي جومـــــــات خالـــي حجره خالي
شړې کوډۍ مـــــــړې ډيـوې پيـــــاله خالي
بڼ خالـــــي بڼـــــچـــــــه خــالي کوڅه خالي
سيند خالي کوهې خالـــــــي ډولچه خالي
لار خالي بازار خالي او ټوله معامله خالي
وګوره بازار ته خريـــــــدار ځيــــــــــــــــنی ډاريږي
ړنګه ده نړۍ چــــــی يارله یار ځيـــــــــني ډاريږي
ګلونه مړاوي ښــــــکاري له ګلزار ځيــــني ډاريږي
عاشق اومعشوقه له خپل دیدار ځیني ډاريږي
شهـــــــسوار دزمانی دخپل رفتارځيـــــني ډاريږي
طبيــــب چی بيمار وګــــور ي بيمار ځيني ډاريږي
ځوانـــــي لاړه عـــــبس عمر تير شــــــو
مونږ خدمت کړو دبل ځان مو هير شو
شو اشـــــــــــنا نا اشنا ځانځــــاني شوه
مشــــرتوب بی مانا دام کی ګيـــــر شو
خــــود به ژاړم چــــی لاړم پنا شــــــــــــوم
جانان لاړوزه جـــــوړ دخنــــــدا شـــــــــوم
ډیر افسوس اوس زما په دی حال دئ
راته پیښ په خپل کور کی جنجال دئ
چیني وچی سند یاغي شو ځنګل وسو
آسمان قهر ځمکه اور شوه چی ګل وسو
سترګی غـــــــبرګی ړندې دنړۍ شـــــــوې
نارې نه اوري چی څوک پاګل وســــــــو
دلته څوچــــــــــی يوبل ساروان راشـــــي
دلته څو چـــی یو بل کاروان راشــــــــي
دلته څو چـــــــی مونږ بیا یوځای نه شو
خدای خبر که هغـــــــــه جانان راشــي
نه به ګل شــــي بيا بڼ نه به جوړ شـي
نه به دا جګړه مار ښـــــامار موړشـي
ځان کړه پوه په دې ښـــــــه خدمتګاره
بس خلاصـــــــــون ديــــــووالي په لاره
وروستي