
روهي (څلورنۍ۳۰ د لړم)، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ويلي چې هېواد يې د افغانستان د سولې په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی خو له هرڅه ورته ډېر مهم د پاکستان عزت او امنيت دی.
نوموړي د ولسمشر ټرمپ د هغه څرګندونو په اړه غبرګون ښوودلی دی چې دوه ورځې وړاندې تازه د پاکستان د هغه کړنو په اړه وکړې، چې د ترهګرۍ پر وړاندې يې تر سره کوي.
قمر جاوېد باجوه وايي چې مونږ د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې ستر قرباني وکړې، دغه قرباني په ستره اقتصادي او سياسي بيه راته تمامه شوې ده او نړۍ بايد دغه هر څه ومني.
د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه له غبرګون وړاندې د پاکستان لوموړي وزير عمران خان هم غبرګون ښوودلی وو او د ټرمپ څرګندونې يې بې بنسټه بللې وې.