تاته به درغاړه شم تانه به قـــــــربان شمه

تاته به درغاړه شم تانه به قـــــــربان شمه
ته راته ځان شمع کړه زه به تیر له ځان شمه

زه به ستا پتنګ شمه ستا به زه بازو شـــمه
ته به محترم اوسې زه به قدران شمـــــــــه

ته به تيرې هيرې کړي، نوې پاڼه خلاصه کړه
ته به ماته مجاهد اوسې زه به مسلمان شمه

دواړه به پخلا ګرزو، ښه به په ســـــلا ګرزو
ته به احمدشاه شې نن زه به میرويس خان شمه

ته داتا ګنج بخش اوسه زه به هجـــویري شمه
ته به معین الدين اوسه زه به بيا پاچا ددرست جهان شمه

ته دی خپل کتاب واخله لاړشه مدرسې ته دې
زه دې څارندوې يم په خدمت به دی نازان شمه

ته ځما مسجد ځما او مدرسې ته ښکلا وبخښه
زه به ستا ساتنه کړم په در به دې دربان شمه

ته به شی فقيـــــه او ابواللـــــــيث دوخت
زه به درانی شمه غلجی شمه کامران شمه

ته دمحبت درسونه پیل کړه له محراب څخه
زه به تل لپاره ستا صفت باندې ګويان شمه

ته راته ننګــــــرهار هميش بهــــار اوســــــه
زه له خندا شین به شم ښیراز لکه لغمان شمه

ته راته ددې ښکلې هيواد دخلکو ورور کړه ځان
تابه ملغلره کړم او زه به درته لعل دبدخشان شمه

ته دپردو مه منـــــه هـــــمه واړه لمسـون کوي
زه به دلاله ګل شم، ګلاب دګلستـــــــان شمه

ته نصب الرايه فتح القــــــدير اوســـــــه
زبه درته متنِ هــــــدايه دمرغينان شمــــه

ته راته دخوست اوپکتيا ګلان ډالۍ کړه نن
تابه کړم والي د کندهار زه به ساتونکی دپروان شمه