د ولسواکۍ لپاره معقول تعریفونه او زموږ په هیواد کې د ولسواکۍ چپه انځور!

ډیموکراسي یا ولسواکي زیات تعریفونه لري چې ځیني یې دلته په لاندې ډول روښانه شوي دي.

ډیموکراسي د ولس په خوښه د حکومت رامنځ ته کول دي ، يا دیموکراسي د حکومت هغه سیستم دی کوم چې د عمومي ټاکنو وروسته د اکثریتو رایو په ګټلو سره منځ ته راشي ولسواکي یا دیموکراسي بلل کيږي.

د سیاسي علومو شنونکی فرید زکریا بیا دیموکراسي داسې تعریفوي.
هر هغه هیواد چې پکې د سیالۍ په اساس یو لړ ډېری ګوندونه په انتخاباتو کې یو بل ته مخامخ شي ولسواکي بلل کیږي.

هغه تعریف چې د ولسواکۍ لپاره په نړۍ کې زیات مشهور دی دیموکراسي داسې تعریفوي
دیموکراسي د خلکو په وسیله د خلکو لپاره د خلکو حکومت ته وایي.

په بل ځای کې بیا ډیموکراسي داسې تعریف شوې ده.
دیموکراسي اصطلاح د دوه یوناني کلمو څخه اخیستل شوې ده چې مانا یې ولس او واک ده
یعني دیموکراسي په یو هیواد کې د حکومت کولو هغه سیستم ته وایي چې د دولت او حکومت ټولې چارې د خلکو (اتباعو) چې اکثریت یې ولس دی، په لاس کې وي.

نو پورته تعریفو نو ته په نظر کې نیولو سره ولسواکې د یو هیواد د اتباعو په خپل ځان په خپله د خپل هیواد په ګټه حکومت کولو ته ولسواکي وایي.

یعنې په یو هیواد کې ټول د واک او قدرت مالکین خپله د هیواد وګړي دي.
خو دلته دیموکراسي لکه د روسانو او وروسته د روسانو نه د امریکایانو په افغانستان باندې د یرغلونو په شان ډیموکراسي هم پر موږ تپل شوې ده.

دلته د دیموکراسي انځور تغیر کوي، د ولس (اتباعو) ګټې په نظر کې ندي نیول شوي، خو د زور واکو او مستکبرو خلکو ګټې پکې خوندي دي.

که ولس په هر حالت کې وي، باید د چارواکو سرمایه ډېره شي ، خو دغه چارواکي بیا هم د خپل واک په اختیار کې نه دي. خو خالص د خپل عیش او عشرت نه په خوند اخیستلو بوخت دي.

زموږ د هیواد ولسي وګړي دیموکراسي د یو غربي قانون په نوم پیژني، ځکه پکې مساوي انډول نه مرأعت کیږي.

اصلي خبره دا ده چې دغه دیموکراسي پر موږ تپل شوی ده، نه د ولس د واک او اختیار په مانا.