له طالبانو سره سوله په څه بيه غواړئ؟

ه طالبانو سره سوله په څه بيه غواړئ؟
ليکواله: نويده خوشبو
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر، سعودي عربستان او افغانستان ته د سولې خبرو ته د زمینې برابرولو لپاره سفرونه وکړل.

د خلیل زاد د څو ورځو هڅو نتیجه وررکړه،د طالبانو آدرس معلوم شو او مرکچیان یې په ورین تندي د سولې خبرو ته حاضر شول. دغو پرمختګونو دا یقیني کړه چې د افغانستان د سولې کلي واقعاَ له نورو سره ده؛ کنه افغانانو خو کلونه هڅې کړي او په لاس هیڅ نه دي ورغلي. له طالبانو سره د سولې خبرو د خوښۍ تر څنګ اندیښنې هم پارولي. راتلونکې ولسشمریزې ټاکنې نږدې دي، آيا ټاکنې تر سره کیږي که نه؟ اساسي قانون به څنګه کیږي؟ د مختلفو برخو لاسته راوړنې به څنګه کیږي؟ کومې معاملې به کیږي؟ طالب به څه امتیاز او څه موقف ولري؟

په داسې حال کې چې تر پرونه د طالبانو د کمزورتیا خبرې کیدې، دې ډلې ته د پوځي ماتې ګواښونه ورکول کېدل، خو اوس دا ډاله پیاوړی او د جګړې ګټوونکې یادیږي.په افغانستان کې د امریکا د پوځ مشر جوزف ډانفورډ وايي: د افغانستان کړکېچ د جګړې له لارې نه حل کیږي او طالبان روانه جګړه نه بایلي. زما په نظر له دې څرګندونه په ډاګه ده چې د سولې په خبرو اترو کې طالبان د یو پیاوړي طرف په توګه منل کیږي، ډیر امتیاز به ورکړل شي او ډیرې هغه معاملې به وشي چې تر پرونه نه کیدې.

له طالبانو سره د سولې خبرو هڅې پخوا هم شوې وې، دومره نه خو څه نا څه پایلې یې درلودې، تاسې په جریان کې چې په یوه پلمه او بله بهانه دا خبرې له خنډ سره مخ او بې ګټې پای ته رسېدلې وې. دا ځل هم بې باورۍ شته! د طالبانو له لوري د سولې د غونډو ګډون کوونکي تر طالبانو د غونډو جریان رسوي، دوی واک لرونکي او پریکړه کوونکي نه دي.که طالبان رښتیا هم سوله غواړي نو ولې یې صلاحیت لروونکي مشران ګډون نه کوي؟ که دوی سوله غواړي ولې اوربند نه کوي؟

په هیواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره باید د یوه پاکستاني ملا په وژنه بسنه ونشي، د جګړې اصلي سرچینې باید وچي شي. که نن طالب جنګړیږي پرون مجاهد جنګېده او تر شا یې منبع یوه وه. دا سرچینې نړیوالو ته معلومې دي د دایمي سولې لپاره د دوی ژمنتیا ډیره مهمه ده. کنه نو زړه په زړه به وي؛ طالبان به له صحنې لیرې کړي او داعش، فاطمیون او نورې بدې بلاوې به میدان ته کړي، یوازې لوبغاړي به بدل شي لوبه به پخوانۍ وي نه به سوله راشي نه به امنیت وي، نه به د بې ګناه کسانو وژنې ختمې شي او نه به هم دا تورې ورځې او بد مرغي پای ومومي.

له ورستیو تحولاتو ښکاري چې د افغانستان په اړه نړیوال لید بدلون موندلی، خو له بده مرغه د هیواد دننه دځینو ډلو تګلاره تر اوسه نه ده بدله شوې، دا ډلې په سوله کې خپل زوال او زیان ویني، د واک دغو تږو آن د قدرت لپاره د خپلو لارویانو او مشرانو کوپړۍ والوزولې. دغه جنایت کاران په بن غونډه کې خپلو ګډون کوونکو استازو ته تر اوسه په غوسه دي او وینې یې ورته په جوش راځي. دوی وايي چې د افغانستان د برخلیک ټاکنې په هغې غونډه کې یې سمه استازولي نه ده شوې، لږ واک او امتیاز ورته رسېدلی دی. خو زه نه پوهیږم دوی ولې غاښونه چیچي او ورغوي موښي؟ د طالبانو واکمني امریکا نړولې، نو دوی ولې ځان د واک حقداره ګڼي؟دوی تللي فرصت په ژړا دي او د سولې په روان بهیر کې د خپلې ډلې ګټې لټوي، په ټلویزونونو، ټولنیزو رسنیو، غونډو او مجلسونو کې د روان بهیر د تخریب هڅې کوي او دلیل دا وړاندې کوي؛ چې طالبان جنایتکاران دي دوی وژنې او قتلونه کړي له دوی سره باید سوله ونشي سزا باید ورکړل شي! ښه، خبره مو بده نه ده خو ولې یک بام و دو هوا غواړې؟ ای نا ځوانو! کله چې د اشرارو جنایتونه وبخښل شول او د امتیاز خاوندان شول، کله چې راکېت ویشتونکي د میلیونو وګړو قاتلین، ښاغلي او محترمین شول،کله چې د وطن ویجاړونکي اتلان، استادان او قهرمانان شول او کله چې خیرن سپږن نکټايي والا چارواکي شول نو پریږدئ له طالبانو سره هم سوله وشي څوک محکمه شول چې طالبان له سزا پاتي؟

هوکې! د دولت د مامور، د محصل، معلم، متعلم په تور وژنې موهیرې نه دي، نه مو هم په جوماتونو، د لوبو ډګرونو، ښارونو او زیارتونو کې ځانمرګي هیر دي، په صحرايي محکمو کې د ښځو چیغې مو لا هم په غوږونو کې انګازې کوي،د هر یتیم، کونډۍ او بورۍ اسویلي مو په ګوګل کې سا بنده کړې. د هر ظلم او ناروا درد مو رګ - رګ احساسوي، دغه وحشت او بربریت وګړي څه چې آسمانونه او غرونه لړزولي، خو افغانان غچ، انتقام او سزا نه غواړي، له اکسیجونو اوبو او ډوډی ډیره اړتیا سولې ته لري.ناچاره دي، بله لار بله چاره نشته! ظالمانو داسې حالت راوستلی چې؛ خپلو قاتلانو ته مو د مینې او خلوص غیږې پرانیستې، دا سوله که په هره بیه وي پرواه نه کوي؛ ځکه مونږ د سولې آرمانجن یوو، هیله من یوو، ستړي یوو، ستومانه یوو، دردېدلي یوو کړېدلي یوو؛ نو خود به د سولې د ټينګښت هرې هڅې ته خوښ او خوشبینه یوو.