
روهي (دوه نۍ/۲۸ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ يو ځل بيا د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې کې د پاکستان پر حکومت سختې نيوکې وکړې.
ټرمپ نن ورځ پر خپل ټوېتر ولېکل چې پاکستان هغه هېواد وو چې اسامه بن لادن يې پټ کړی و خو په اړه يې امريکا ته کوم مالومات نه وو ورکړي.
نوموړي ويلي دي چې پاکستان له افغانستان او امريکا سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې کې همکاري نه ده کړي او د اسامه بن لادن هلته اوسېدل يې څرګنده بېلګه ده.
د ټرمپ د دغه څرګندونو شيبې وروسته لومړي وزير عمران خان غبرګون او د نوموړي په ځواب کې يې په ټوېټر ولېکل، "پاکستان د امريکا په جګړه کې ډېر څه له لاس ورکړل او اوسنۍ کړنې يې د خپلو خلکو د ګټې په پار دي."
له ولسمشر ټرمپ د روان ميلادي کال په لومړۍ ورځ د پاکستانې پر وړاندې توندې څرګندونې وکړې او له هغې وروسته يې له پاکستان سره اړېکې کړکېچنې شوې.