
روهي (يوه نۍ/۲۷ د لړم)، د پاکستان پوليسو او محکمې امر کړی ديی چې د پلټنو په پار دې د پاکستان د جمعيت علماء ګوند د مشر مولانا سميع الحق جسد راوېستل شي او هغه دې پوسټ مارټم شي، خو د نوموړي ګوند او کورنۍ دغه غښوتنه رد کړې ده.
دغه امر په راولپينډۍ کې ځايي محکمو پوليسو ته کړی دی چې ښخ شوی جسد دې بېرته راوباسي او د نوموړي د وژنې په اړه دې پلټنې پرې تر سره کړي.
د مولانا سيمع الحق کورنۍ او غړو ويلي دي چې دوی نه غواړی جسد د پلټنو لپاره را بهر شي او د حکومت له دغه غوښتنې سره يې مخالفت ښوودلی دی.
پوسټ مارټم هغه طبي معاينه ده چې د مړي له مرګ وروسته تر سره کيږي، خو پر مولانا سميع الحق دغه معاينه له دفن کېدو وړاندې هم نه ده تر سره شوې.