بې بدیله غني او حتمي ټاکنې!

د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د ولس سره د ژمنو د نوي کولو لپاره په پام کې ده، چې د ټاکنو کمېسونونه په ۱۳۹۸ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کړي او د یادولو ده چې دا ټاکنې به د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم له ځان سره ولري.

د ژمنو د نوي کولو نه موخه دا ده، چې محمد اشرف غني یو ځل بیا غواړي راتلونکې دوره د افغانستان د خلکو، سیمې او نړۍ سره د ارګ له ادرسه په اړیکه کې واوسي.

په راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنو کې به غني یو بې بدیله نوماند وي. دغه ګمان هغه وخت په یقین بدل شو، چې کله د افغانستان لوی ائیتلاف څخه انورلحق احدي او عبدالرشید دوستم مخ واړوه او دغه ائیتلاف بې مخکې له دې چې په یو نوماند سره هوکړه وکړي وشړیدو. دغه شړیدلی بې نومانده ائیتلاف یواځې افغانستان ویشونکي شرطونه لري او بس.
د اجرایه رئیس عبدالله عبدالله په کراتو بایللو د هغې د ګټې چانسونه خو لا څه چې د هغه سیاست کولو ته یې هم لویه صدمه رسولې ده او د هغه د چلیدو او ځلیدو یواځنی ځای د غني مرستیالي ده.
ځنې شناندي بیا د محمد حنیف اتمر یادونه کوي، چې ګویا دی به د یو نوي بدیل په توګه غني شاته پرېږدي خو دا هیروي، چې اتمر د غني د ملاتړ په سبب د شهرت تر څوکو ورسید او ولس ته ګران شوی دی، چې د غني سره په تقابل کې به خپل ګټلی شهرت او ولس ته ګرانښت له لاسه ورکړي.

غني د سولې په برخه کې د حزب اسلامي سره د سولې کړې هوکړه د خپلې دورې یوه لویه لاسته راوړنه او دغه چاره د هغه سولې ته ژمنتیا ښکاره کوي او د ولس معنوي اړیکه چې له غني سره یې جوړه کړې ده همدغه د سولې هڅې دي.

د طالبانو سره د تېر کوچني اختر درې ورځې اوربند داسې یوه حیرانوونکي فضاء رامنځته کړه، چې د غني د هرې برخې کړې وعدې د وخت په تېریدو ممکن حقیقت شي.

بل اړخ چې د غني بې بدیلوالی روښانه کوي هغه د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ګړندۍ منډې دي. د خلیلزاد د منډو د چټکوالي نه بریښي، چې هغه ته د نوي ټیم سره کار کول به یې چارې سستې کړي او په چارو کې به یې سستي د نړیوال سیاسي شهرت باور کمرنګه کړي.

د غني د کمزوري کولو لپاره به پخوانی ولسمشر حامد کرزی خپله وروستۍ حربه وکاروي. کزری به دغه شړیدلی ائیتلاف په هغه صورت کې، چې د افغانستان وېشنې طرحه ترک کړي له اتمر نه په هغه صورت چې ګویا انجینر ګلبدین حکمتیار هم وسره هوکړه کړې ده راتاو کړي خو حکمتیار به دومره بې کیفیته لوبه ونکړي.

ممکن غني د شړيدلي ائیتلاف یو شرط، چې خپل مرستیالان باید درې کړي ومني او له دې سره به اوسنی مثلث په مربع بدل شي، چې په مټ به یې د غني بې بدیلوالی تحقق ومومي.

د ولس هغه معنوي اړیکه، چې د غني سره یې لري هم یو داسې ځواک دی چې ارګ ته د نوي نوماندانو سره نشته.

د جهادي او نورو سیاسیونو پلویان د ولسمشرۍ د ټاکنو په بهیر کې یواځې د خپلو مشرانو یوه غوښتنه په سر سترګو مني، که ورڅخه وغوښتل شي، چې په ټاکنو کې د غني څخه ملاتړ وکړي.