غزل

بيا لپو کې اوښکې توېدې ماښام
بــــيا هم دعــــاګانې ژړېدې ماښام
څو ســندرې نورې هم تڼکې شوې
څو ســـــندرې غلي غږېدې ماښام
تاته انـــــــتظار دومره نه هيلی کړم
تاته مې کـــتار نه کې ډېوې ماښام
بيا دې ټول ماښام بې هوشه کړی و
بيا راته په غــــېږ کې ړنږدې ماښام
دا طالـــــب پاګل نه شي بدل نه شي
دې طالب ته پېغلې ځورېدې ماښام
02.09.2010