د کاليفورنيا اور اوس هم دوام لري، جسد موندونکي سپيان د جسددونو پلټنې کوي او تر اوسه يې ۷۱ جسدونه يې موندلي دي

روهي (نۍ/۲۶ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو په کاليفورنيا کې له تېرو څو ورځو راهيسې اور اوس هم دوام لري، تر اوسه ۷۱ کسان په کې وژل شوي او په زرګونه نور و رک دي.

چارواکي وايي چې د ژغورنکو ډلو ترڅنګ يې داسې سپيان هم سيمې ته وړي دي چې جسدونه د بوی په وسيله پيدا کوي او له خاورو يې راباسي.

چارواکو دا هم ويلي دي چې تر ۲۷ زره کورنۍ امنو ځايونو ته انتقال کړې دي.

په کاليفورنيا کې شديد اور له تېرو ورځو راهيسې پيل شوي دی چې اور وژنکې او ژغورنکې ډلې يې په کنټرول کې پاتې راغلې دي او تلفات يې زيات شوي دي.