
روهي (نۍ/۲۷ د لړم)، د زين مالک په نوم په انګلستان کې مېشت پاکستاني الاصله سندغاړي د اسلام مبارک دين پرېښود او ويلي دي چې نور مسلمان نه دی.
نوموړی ۲۵ کاله عمر لري او ويلي دي چې د خدای په وجود، دوزخ او نورو اسلامي سپيڅلتياوو ايمانه نه لري.
د زين مالک د دغه عمل لامل له يوې فلسطين الاصله امريکايۍ ماډلې (جیجي حدید) سره د اړيکو ټېنګېدل ښوودل شوي دي.
د اسلام په سپيڅلي دين کې هغه کس ته چې مسلمان وي او بيا د اسلام مبارک دين خوشی کوي سخته سزا ټاکل شوې ده او مرتد ورته ويل کيږي.