
روهي (نۍ/۲۶ د لړم)، تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې د اياز خان محسود په نوم د پاکستان حکومت د اسلام اباد د پرمختيايي ادارې (CDA) مشر ورک شوی دی. محسود يوه وېډېو نشر کړه او ويلي دي چې روغ او جوړ دی.
د اياز خان محسود اوښي محمد حسن رسنيو ته ويلي چې له نوموړي سره يې اړيکه غوڅه شوې ده او وروسته يې موبايل هم بند وو.
اياز محسود په دغه وېډيويي پيغام کې ويلي دي چې دی روغ دی او په دېره اسماعيل خان کې د خپلوانو کره تللی دی.
له دې وړاندې د طاهر داوړ په نوم د پاکستان د پولیسو يو افسر له کور ورک او وروسته يې مړی ديورنډ کرښې سره نېږدې په ننګرهار ولايت وموندل شو.