
روهي (نۍ/۲۶ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو استخباراتي ادارې يا سي.ای.اِې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د مرګ په توطئه کې وليهد سلمان بن محمد ښېکل بللی دی.
سي.ای.اِې وايي چې د جمال خاشقجي د مرګ لارښوونه او دسېسه د سعودي عربستان پر وليهد محمد بن سلمان پوري اړه لري او نوموړی په کې ښکېل دی.
د امريکا د سي ای اې دغه مالومات واشنګټن پوسټ خپاره کړي دي او ويلي دي چې دوی په واشنګټن د سعودي عربستان له سفير سره په دې اړه اړېکه نېولې ده. په واشنګټن کې د سعودي سفير د محمد بن سلمان ورور دی.
سعودي عربستان له دې وړاندې ويلي وو چې جمال خاشقجي د خپلو سرو دولتي کاو له خوا وژل شوی او د سعودي حکومت په کې ښکېل نه دی.