ترکيه او سعودي عربستان کې د جمال خاشقجي د جنازې لمونځونه وشول

روهي (جمعه/۲۵ د لړم)، د سعودي عربستان او ترکيې په يو شمېر ښارونو کې د سعودي د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي د جنازي لمونځونه نن د جمعې په ورځ تر شول.

د جمال خاشقجي يو شمېر دوستانو، د کورنيو غړو او مدني فعالانو له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د نوموړي د مرګ قضيه دې وڅېړي او عاملين يې بايد مجازات شي.

جمال خاشقجي تېره مياشت په ترکيه کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ دننه ووژل او پړه يې تر ډېره د سعودي په حکومت اچول شوې ده.

د يادونې ده چې د امر يکا متحده ايالتو حکومت له خوا د سعودي عربستان پنځه لوړپوړي چارواکي د جمال خاشقجي په وژنه کې د لاس لرلو په تور د بندېزونو لاندې راغلي دي.