
روهي (جمعه/۲۵ د لړم)، د ملګرو ملتونو د پلټنو وروسته د کمبوديا د خمر رژيم دوه پخواني مشران؛ ۹۲ کلن (نن چيا) او د هغې مرستيال ۸۷ کلن (خيو سامفن) د چم مسلمانانو په ټول وژنه تورن پېژندل شوي دي.
ملګرو ملتونو په کمبوديا کې د مسلمانانو هغه ټول وژنې له سره راسپړلې دي، چې د ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ز کالونو ترمنځ شوې وې.
ويل کيږي چې په دغه کالونو کې تر دوه مېلېونه مسلمانان د ياد رژيم له خوا په عام ډول وژل شوي وو.
(نن چيا) او (خيو سامفن) له دې وړاندې هم محکمه شوي وو او د عمري بند سزا ورته ورکړه شوې وه.