د طاهر داوړ د مرګ په اړه د پاکستان پوځ پر افغانستان شک کوي

روهي (جمعه/۲۵ د لړم)، د طاهر داوړ په نوم د پاکستان د پوليسو يو افسر چې يوه مياشت وړاندې ورک وو، درې ورځې وړاندې يې جسد د ننګرهار ولایت د دوربابا په سرحدي ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې سره نېږدې وموندل شو.

افغان سيمه ييز حکومت او ولسي خلکو په پوره درناوي سره د نوموړي مړی د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او د ډيورنډ کرښې هغه غاړې قومي مشرانو ته وسپارو.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د طاهر داوړ په وژنې خواشيني ښوودلې ده او ويلي دي، چې د نوموړي په ترور کې له يوې ترهګرې ډلې ورېخوا لاسونه شتون لري.

نوموړي ويلي دي، "د يو پوليس افسر تښتول، او بيا د افغانستان په خاوره کې د هغې وژل کېدل او د ګاوندي هېواد د چارواکو چلند پوښتنې راولاړې کړې دي. د نوموړي مرګ د یوې تروریستي ډلې ور هغه خوا د ښکېلتیا او د منابعو د کارونې نښې نښانې څرګندوي".

د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د طاهر داوړ په مرګ خواشيني ښوودلې ده او ويلي دي، چې په دې برخه کې بايد پلټنې تر سره شي.