
روهي (جمعه/۲۵ د لړم)، د پاکستان بهرنيو چارو وزارت تائيد کړه چې د پولیسو افسر طاهر خان داوړ مړی په رسمي ډول د افغان چارواکو او قومي مشرانو له خوا پاکستان ته تسليم شو.
پاکستاني چارواکي وايي چې د قومي مشرانو په منځګړېتوب او غوښتنه د پاکستاني پوليس افسر طاهر داوړ جسد وته سپارل شوی دی.
طاهر داوړ څو ورځې وړاندې له خپل کور ورک او رووسته يې جسد د ډيورنډ کرښې سره څېرمه د افغانستان په ننګرهار ولايت کې پيدا شو.
نوموړی د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غوځنګ کلک ملاتړی وو او اداعا کيږي چې داوړ د پاکستان د پوځ له خوا وژل شوی او بيا يې مړی په افغان خاورې سره نېږدې غورځول شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غوړ د طاهر داوړ پر مرګ غبرګون ښوودلی او د پاکستان له حکومت څخه يې د سپيناوي غوښتنه کړې ده.