شمالي کوريا د لوړې ټېکنالوژۍ وسله بريالۍ وازمويله

روهي (جمعه/۲۵ د لړم)، د شمالي کوريا دولتي رسنيو ويلي دي چې هېواد يې د لوړې ټېکنالوژۍ وسله په بريالتوب سره وازمويله.

دولتي رسنيو د دغه وسلې د ډول او اغېز په اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي خو ويلي دي چې له يو اوږد وخت راهيسې پرې کار روان وو.

په روان کال کې د ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ اون له لېدنې وروسته دا لومړی ځل وو چې دغه هېوا خپله بله وسله ټېسټ کړه.

د امريکا سره د مستقميو خبرو وروسته شمالي کوريا د خپلو اټومي وسلو ازموينې وځنډولې او د ډېپلوماسۍ له لارې يې د نړۍ د ستونزو حل ته مخه کړه.