شاهد اپرېدی: پاکستان کشمير نه غواړي ځکه پاکستان خپلې څلور صوبې هم نشي سمبالولی

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د لړم)، د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی کېپټان شاهد خان اپريدي د پاکستان او هند وستان ترمنځ د کمشير په جنجالي موضوع څرګندونې کړې دي او غبرګونونه يې راپورته کړي دي.

اپرېدي ويلي، چې زما په اند کمشير بايد پاکستان او هندوستان پوري ونه تړل شي او پرځای يې ځانګړی او خپلواک هېواد اعلان شي.

نوموړي زياته کړي، "زه خوا وايم چې پاکستان کشمير نه غواړي ځکه پاکستان د خپلو موجوده څلورو صوبو د د ادارې وړتيا هم نه لري. او هندوستان ته هم بايد ورنه کړل شي. کمشير دې ځان ته هېواد جوړ شي."

په ټولنيزو رسنيو کې پاکستانيانو او هنديانو د شاهد اپرېدي د څرګندونو په اړه غبرګونونه ښوودلي دي. پاکستانيانو ويلي دي چې شاهد اپرېدی په دې سره غواړي د هندوستان پاملرنه ځان ته کړي.

شاهد پرېدي هم د خپلو لوموړيو څرګندونو په اړه غبرګون ښوودلی دی او ويلی دي چې زما څرګندونې غوڅې شوې دي او يو شمېر خبرې ترې لېرې شوې دي. نوموړي وړاندې زياته کړې ده، " زه له خپل هېواد سره مینه کوم او د کشمیریانو د مبارزې قدر کوم او دوی باید خپل حق تر لاسه کړي. ''

کمشير د پاکستان او هندوستان ترمنځ له ۱۹۴۷ز کال راهيسې د جنجال موضوع ده او دغه دوه هېوادونه په خپلو منځو کې سره پرې وران دي.