د کالیفورنیا اور اوس هم دوام لري او د وژل شوي شمېر يې ۴۸ کسانو ته ورسېد

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو په کالیفورنیا کې له تېرو څو ورځې راهسې شديد اور لګېدلی دی او د تلفاتو په تازه شمېرو کې يې د مړو شمېر ۴۸ کسانو ته پورته شو.

امريکايي چارواکي وايي چې په دغه اور کې د (پردایز این) په نوم يو ښار سخت سوځېدلی دی او له سره بيا جوړنې ته اړتيا لري.

له مالي او ځاني تلفاتو پرته په دغه ښار کې په زرګونه کورنۍ د خپلو استوګن ځايونو پرېښودو ته هم اړې شوې دي.

د وروستيو مالوماتو پر بنسټ پر دغه اور لګېدنه کې ۳۷ زره هکټاره ځمکه سوځېدلې او اووه زره کورونه هم هم ويجاړ شوي دي.