ماسره ئې څۀ خو شو يادونه پاتې
بس تېروؤمه پرې وختونه پاتې
چې پۀ تلي کښې ګرځول بۀ خلقو
داسې يو څو بۀ وي سرونه پاتې
چې پۀ هر ځائے کښې ئې مونږ کړو د خندا
پښتنو نور هم شته شرونه پاتې
تش د ليدو ارمان ئې زړۀ کښې ساتو
بې وسۍ مونږ نۀ کړل کورونه پاتې
چې پۀ کښې نور بۀ هم کړېږمه زۀ
ژوندونه څومره دي کلونه پاتې
رنګ رنګ کانې پۀ ترابی دي اوکړے
نور دي هم شته څۀ ارمانونه پاتې
تواب ترابی چکدره دير
وروستي