حبيب زی فرانکفورت -01.09.2010
تانه خو يو لال په سرو ګلونو کې ورک شوې
مانه دغزل ډکو جامونو کې ورک شوې
سر مې په ځوانی دسپینی لیچی په غيږ کيښود
خوب کې دڅنګلی په فکرونو کې ورک شوې
څیری ګریوانونه کور په کور کلې کې ګرځم
تش یوی تڼۍ پسی مزلونو کې ورک شوې
ما یې سرو لمبو ته چې وځرونه نذرانه کړه
شمی نه ژړاکې زړه بزمونو کې ورک شوې
بس ایله هم دومره خمار ونه ماتومه
جام راسره شته ساقې خمونو کې ورک شوې
یار رانه په خړو سیلابونو نصیب وړې
ژوند پسی په لټه په سیندونو کې ورک شوې
یو دسترګو جنګ ته دمین زړګې اسره ده
غیشی له نظره سرابونو کې ورک شوې
یوځلې مې سر که د محبوبی غیږ کې کیږدم
وایې به په خپله زړه زړه مې زړونو کې ورک شوې
تښته لیونتوبه نور دی ژوند پښتنه مه کړه
یو مې درلوده چې په لوزونو کې ورک شوې
ځه چې ځو کاروانه د غزل کلې ته لاړ شو
زړه دتا په لیچه له ما غرونو کې ورک شوې
د کاراوان صایب دیونوې غزل له لوستو ورسته
وروستي