
مولانا سميع الحق يوه سياسي څېره او جنجالي مشر وو. د يوشمېر افغانانو او پاکستانيانو ترمنځ يې د طالبانو د معنوي پلار په نوم مشهور وو.
هغه مدرسه کې چې دده د پلار لخوا ورته پاتې شوې وه په هغه کې يې ډېر شاګردان روزلي وو او د ډيری افغان ديني عالمان استاد پاتې شوی وو.
مولانا سميع الحق هغه کس وو چې ملا عمر ئي له خپلو پياوړو شاګردانو څخه تیر شوی او د هغې په اړه يې ويل، چې نوموړی د فرښتو په څېر خوي او خواص درلودل.
مولانا سميع الحق ددې لپاره چې هر وخت به يې له طالبانو ملاتړ کولو او په افغانستان کې روانې جګړې ته يې جهاد ويل، نو له امله يې د ډيری افغانانو په زړونو کې ځان ته کرکه پيدا کړې وه.
څه وخت مخکې مولانا سميع الحق په راولپنډۍ کې د يو ناپيژندل کس له خوا په ډزو او چاقو ووژل شو.
د نوموړي په مړينې سره افغانانو په دې هيلې شول چې په افغانستان کې به جنګ پاي ته ورسيږي خو طالبانو دا فکر له افغانانو څخه واخيست او ويې ويل چې په افغانستان کې به جنګ نور هم زور واخلي.
د مولانا سميع الحق مړينه په ډېر اساس وخت کې رامنځته شوه. لومړۍ دا چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو د سولې ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سيمې ته خپل سفر پيل کړی وواو په ورته وخت کې د افغانستان دوه پياوړی جنرالان؛ جنرال رازق او جبار قهرمان ووژل شول.
افغان حکومت د دوی د مړينې مسووليت د پاکستان پر غاړه واچولو او د سپناوي غوښتنه يې ترې وکړه. لږ وخت وروسته بيا د سميع الحق مرګ وضعيت داسې وښوودو، چې ګواګي نوموړی د جنرال رازق او جبار قهرمان د وژل کېدو په بدل کې لاړ.
افغان حکومت د جنرال رازق د مرګ موضوع تر اوسه روښانه نه کړه او پاکستان بيا د مولانا سميع الحق. نو شننې داسې دي، چې مولانا سميع الحق د جنرال رازق د وژنې په بدل کيږي تللی او د وژل کېدو رېښې يې پټې پاتې دي.