د چين کمونېست حکومت پر يو شمېر مسلمانانو فشار راوړی، چې د (بسم الله) پر ځای د چين د ولسمشر نوم ووايي

روهي (څلورنۍ/۲۳ د لړم)، د چين کمونېسټ حکومت اویغور مسلمانانو ته لارښوونه کړې ده چې د ډوډۍ خوړولو او نورو چارو په پيل سره د بس الله الرحمن الر حيم پرځای بايد د چين د ولسمشر نوم ذکر کړي.

دغه مسلمانان هڅول کيږي چې د چين د کمونېسټ حکومت پيروی وکړي، د ژوند په چارو د کمونېزم ايډيالوژي پلي کړي او د ژوند پخ چارو کې يې عملي کړي.

اویغور مسلمانانو ته لارښوونې شوې دي چې د چين پر ولسمشر درود ووايي، د کمونېسټ ګوند ترانې ولولې او نورې چارې تر سره کړيی.

د اویغور مسلمانانو کورنۍ وايي چې له تېر يو کال راهيسې د دوی پر ديني مراسم هم يو شمېر بندېزونه لګول شوي دي او اړ کيږي چې نورې ناخوښې کړنې تر سره کړي.

د چين حکومت دغه کړنو غبرګونونه راپورته کړي دي. د اسلامي هېوادونو ترڅنګ يو شمېر غيرې اسلامي هېوادونو هم له چين غوښتنه کړې ده، چې د دغه ډول چارو څخه لاس واخلي او نړيوال بشري حقوق دې په پام کې ونېسي.