په مشرانو زما بې اعتمادي او د نیمروزی یو ځوان قناعت!

کشر وم، لږ خلک مې ليدلي و، خو هغه تله راسره نه وه، چې خلک پرې وتلم. په ټلويزيون، راديو، اخبار او مجله.... کې مې د ځينو خلکو عکسونه ليدل. چا د وينا په حال کې لاس پورته نيولی وو او خوله به يې خلاصه وه، له چا سره مرکه شوې، د چا مقاله خپره شوې.. هغه وخت مې ګومان کاوه، څوک چې په ميډيا کې ښکاره کېږي، دوی حتمي تکړه خلک دي؛ ځکه خو مشهور شوي دي!

اوس پنځ ويشت کلن يم. خو اوس مې هغو کسانو سره وليدل چې پخوا به مو سره د کلیو او اطرافو محیطي ماحول کې د مینې ژوند تیراوه ، خو اوس یې زه نه پېژندلم، البته دوی ځان د شخصیت په بللو زه نه پیژندلم، دوی دروغجن شهرتونه ترلاسه کړي وو او یا به د شخصي موقف غوښتنې لپاره ځانونه مشهور بلل.
خبره به رالنډه کړم، هغه موضوع چې ما غوښتله، خبره په کوم!

د یو ملګري او نیمروزي ځوان د خولې کېسه مې د مشرانو سره د مینې ذوق ډېر کړ.
هغه وایي! کله چې زه د هلمند پوهنتون د تعلیم او تربیې د پښتو ادبیاتو په څانګه کې محصل وم، په اوطاق کې راسره یو درې محصلین ملګري وه، او د خپلو زده کړو لپاره مو پکې شپې او ورځې تېرولې.

یوه ورځ د خپلو ملګرو سره د هلمند د لوی جامع مسجد ته د جمعې لمانځه د ادا کولو لپاره لاړم، د جمعې لمونځ مو وکړ، کله چې د مسجد نه را بهر شو، نو ځینو ملګرو مې وویل دلته د لوی هلمند مدني ټولنې په نامه یوه ټولنه ده چې دفتر یې همدلته د ښاروالۍ په نمرو کې دی، راځئ چې ورشو!

دا چې زه خپله د مدني فعالیت سره اشنا نه وم او نه مې دغسې فعالیتونه خوښېدل، ځکه زما د خپل ولایت مدني فعالان د ځاني موقف لپاره د دولت په ضد شعارونه ورکول، تل به یې د شخصي ګټو لپاره ولس قرباني کوو.

زه زړه او نا زړه کیدلم، د ځان سره په دې فکر کې وم چې مدني فعالان خو هسې نمایشي کارونه کوي، یواځې ځاني موقف یې هدف دی!

خو د دې سره سره چې د ملګرتیا حس مې زیات وو، ورسره ولاړم.
کله چې د لوی هلمند مدني ټولنې دفتر ته د ننه شولو نو هلته د ځوانانو مینه او صداقت د هغوی په ظاهري بڼه کې له ورایه ښکاریده، او اخلاص یې د وطن لپاره د بیا رغاونې انځور ورکاوه او د دوی د خولې به همدا یوه خبره ما اوریدله چې زموږ مشر د شرافت او انسانیت بلګه ده هیڅ مثال یې نشته!

هر مدني فعالیت یې د ملت د ښېګڼې لپاره دی.
موږ یې لا مشر نه وو لیدلای خو د نوم سره یې اشنا وو، ځکه په پوهنتون کې هم استادانو او محصلینو به د نوموړي نوم ډېر په عزت او شرافتمندانه اخیسته، زما یقین او باور نه راتله چې د مدني ټولنې مشر دي خپل ولس ته صادق او امانتداره وی، په همدې فکر کې وم چې اوطاق په دروازه یو ښایسته ځوان چې ظاهري بڼه یې د خلص نومونه ښکارېده، راننوت ، یو، یو کس سره یې ډېر په احترام او په خوږه لهجه روغبړ وکړ ، د روغبړه وروسته هر محصل ته یې د وطن د ابادۍ او ولس د غربته د خلاصون احساس ورکړ، خبرو کې یې زیات خوند وو، د ملګرو مې زړه نه کیده، ځکه چې د داسې وطن دوسته شخصیت سره ناست وه چې د هغه احساس او د خبرو جوهر ورته اجازه نه ورکول، خو ما مې په ملګرو ور غږ کړ!

ماښام شو پاسېږۍ چې نا وخته دی سبا ته مو د پښتو د ګرامر ټیسټ دی، مطالعه خو به ورته وکړو!
د مشر سره مو خدای پاماني وکړه اوخپلو اوطاقونو ته ولاړو. بس ورځې تېرېدلې ، اخرنی ټیسټ مې پاتې شو، او د اخري ټیسټ لپاره مې ترتیبات نیول، ماذدیګر وو مطالعه مې کوله چې د یو محصل غږ مې واوریده، ویل یې هغه د لوی هلمند مدني ټولنې مشر او بنسټګر د هلمند مرستیال والي وټاکل شو، هملته ته مې تندي ټک ورکړ او په اوطاق ننوتلم، په ملګرو مې غږ کړ!

تاسو ته ما نه ویل چې د مدني ټولنې مشر د خپل موقف لپاره کار کولو، د اوطاق ملګرمې هم خفه شول، او د ځانه سره یې دا سې ګنګوسی شروع کړ!
ده خو ویل چې زه د ملت دفاع په خاطر دغه هلې ځلې کوم، او نن یې د همدغه ملت په سر خپله هدف ته ځان ورساوه، خدای حاضر دی موږ ټول خفه شو!

یوه میاشت تېره شوله چې نوموړي مشر د ښار په نظم او امنیت لپاره په کار لاس پورې کړ، د کرزي په دواړو دورو کې داسې والي او مرستیال پیدا نشولو چې په دغه ولایت کې دغاصبینو مخه ونیسي، خو دغه ځوان د غاصبینو نیول او د یو لړ پروژو په کار پیل وکړ ، خو متاسفانه نه دا دولت داسې دولت وو چې د دغسې ملت پاله او دولت پاله شخص په کلکه ملاتړ وکړي او نه په ولس کې داسې څوک وه چې په کلکه یې تر شاه ودریږي ، تر څو د وطن بیارغاونې د بهبود لپاره دایمې لار وسنجول شي.

ما چې کله دغسې د ملت صادقه خلک وکتل، نو د ځانه سره مې هغه خبرې چې زړه ته راتلې سل فیصده (۱۰۰%) درستې نه وې ، او په دې یقیني شوم چې په ملت کې داسې اشخاص شته چې دغې خاورې ته د مور خطاب او نور ته یې هم د مور په نوم ورپیژني!

همدرد صاحب د همدغو اوصافو غوره نښانه ده، خو افسوس دا دې چې خپل ولس په درسته توګه ونه پیژندلو، که تر ننه پات‌ې وای شاید دولت هلمند باندې هم لکه کندهار حساب کولای!
درنښت ټول درانه ملت ته!