د سولي لپاره د امریکا نوي هلي ځلي

داسي ښکاري چي امریکا، په افغانستان کي د یوې دوامداري سولي د ټینګېدلو لپاره، خپلي هلي ځلي جدي کړي دي او سوله، په نیژدې راتلونکې کي، ممکنه ښکاري. د امریکا د معتبري ورځپاڼي وال سټریټ ژورنال د نومبر د دیارلسمي له رپوټ څخه معلومېږي چي امریکا ښايي د افغانستان حکومت د وري د میاشتي په پای کي د جمهوري ریاست انتخاباتو ته پرې نه ږدي او د یوه نوي جریان لپاره لاره هواره کړي. د دې نوي جریان تخنیک لا تراوسه پوري څرګند سوی نه دی خو د سولي لپاره د امریکا د خاص استازي ډاکټر زلمي خلیل زاد او د افغانستان د جمهورریس اشرف غني له وروستی کتني څخه معلومېږي چي امریکا د افغانستان پر اوسني حکومت باندي خپل باور له لاسه ورکړی دی او د هغه د خوښي په خلاف د یوه موقتي حکومت د جوړېدلو او د یوې پراخي لويي جرګې د رابللو په لټه کي ده. ارګ ته نیژدې سرچینې وايي چي جمهورریس اشرف غني به دا ځل سروردانش بیا هم د دوهم مرستیال او عطانور د لومړي مرستیال په حیث پېشنهادکړي او په دې توګه به د عطامحمدنور د رایو یو لوی بانک تر لاسه کړي. جمهورریس اشرف غني ځکه پر انتخاباتو باندي ټینګار کوي چي په خپل بري باوري دی؛ او که یو ځل د راتلونکي کال په انتخاباتو کي بری تر لاسه کړي بیا نو امریکا د یوه انجام سوي عمل سره مخامخ کېږي او د پنځو کلونو لپاره د هغه لیري کول یو لوی سیاسي بحران منځته راوړي. امریکا، د همدغه بحران د مخنیوي په منظور، تر هر څه مخکي د انتخاباتو مخه نیسي؛ ځکه چي اشرف غني په هیواد کي د سولي او ثبات په ټینګولو، د اداري فساد سره په مبارزې او د مخدره موادو د تولید او قاچاق په له منځه وړلو یا لږترلږه یو څه کمولو او حتی د تولید د زیاتېدلو په مخنیوي کي ناکام سوی دی.
 
د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه لیکي چي د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د امریکا یو دلیل دا دی چي نه غواړي له طالبانو سره یې د سولي خبري بې نتیجې سي. ځیني امریکايي مقامات وېره لري چي په افغانستان کي په رایه ګیری کي بې نظمۍ او هغه پرله پسې سیاسي ګډوډي چي هر ځل د  رایه ګیري په نتیجه کي منځته راځي ښايي د سولي هغه جریان زیانمن کړي چي ښاغلي خلیل زاد روان کړی دی. ورځپاڼه زیاتوي چي متحده ایالات د سولي د جریان د چټکولو او هغه ته د طالبانو د راوستلو لپاره په کابل کي له مشرانو سره ګوري تر څو د رقیبو سیاسي ډلو ترمنځ یوه مشترکه زمینه برابره کړي. ورځپاڼه وايي چي ښاغلي خلیل زاد خپلو ملګرو ته ویلي دي چي د امریکا جمهورریس ډانلډ ټرمپ ده ته له شپږو څخه تر دوولسو میاشتو پوري وخت ورکړی دی چي باید یوه نتیجه ترلاسه کړي. که څه هم چي د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي په قول په کابل کي حکومتي مقاماتو او سیاستمدارانو د انتخاباتو د ځنډولو سوړ هرکلی کړی دی، خو دا هغه مفکوره ده چي د پخواني جمهورریس حامد کرزي مطبوعاتي دفتر د ۱۳۹۶ کال د میزان د میاشتي د شلمي په مطبوعاتي اعلامیه کي پېشنهاد کړې ده. ښاغلي حامد کرزي په هغه اعلامیه کي د سولي لپاره د هلو ځلو د چټکولو او په دې برخه کي د امریکا د همکاری غوښتنه کړې ده او پېشنهاد یې کړی دی چي یو دوامداره حل هغه وخت رامنځته کېدلای او بریالی کېدلای سي چي د هیواد سیاسي مشران، منورین، دیني عالمان او قومي مشران په یوه پراخه عنعنوي لویه جرګه کي را غونډ سي او د افغانستان د راتلونکي په باره کي یوه ګډه فیصله وکړي. په وروستیو شپو ورځو کي، د امریکا سفیر، د سیمي د هیوادونو سفیرانو او ښاغلي زلمي خلیل زاد د ښاغلي حامد کرزي په کور کي له هغه سره لیدلي دي. د امریکا او د ښاغلي حامد کرزي د نظر له ورته والي څخه ښکاري چي امریکا پر هغه باندي حساب کوي او د سولي د ټیګېدلو لپاره یې نوې لاره انتخاب کړې ده.
 
ورځپاڼه وايي چي ډېرو حکومتي مقاماتو د جمهوري ریسات د انتخاباتو له ځنډېدلو سره مخالفت ښودلی دی مګر ځینو عالي رتبه مامورینو خپل رضايیت څرګند کړی او ویلي یې چي که سوله کوو نو باید چي نرمښت وښیو او د جمهوري ریاست انتخابات د سولي تر ټینګېدلو مهم نه دي.
 
وال سټريت ژورنال ورځپاڼه د یوه غربي ډیپلوماټ له قوله لیکي یو بل احتمال چي بحثونه ورباندي کېږي هغه دا دی چي انتخابات به کېږي مګر نوی حکومت به انتقالي حیثیت لري، په داسي حال کي چي، د طالبانو په شمول، په جګړه کي لګیا ډلي به د یوه حاکم ایتلاف پر جوړولو باندي کار کوي چي البته هر اړخ خپل ځانته ستونزي لري.
 
وال سټريت ژورنال ورځپاڼه د سیګار له قوله لیکي چي د ۲۰۱۵ کال راهیسي چي اشرف غني حکومت پیل کړی دی، پر اولسوالیو باندي د هغه کنټرول ورځ تر بلي کم سوی دی. دغه راز د اولسي جرګې لپاره رایه ګیري په ځینو ځایونو کي وځنډېده اوډېري بې نظمی پکښی ولیده سوې او طالبانو حملې هم وکړې. اوس نو که د جمهوري ریاست لپاره انتخابات، چي د طالبانو د جنګونو په موسم کي به کېږي، وسي نو چنداني قانونیت به ونه لري.
 
له بلي خوا، روسیې په داسي وخت کي د افغانستان د سولي ابتکارته لاس واچاوه چي داسي ښکاري امریکا د افغانستان په برخه کي په خپله پالیسي کي جدي تغییر راوستلو ته ملا تړلې ده. په داسي حال کي چي هرڅوک په دې پوهېږي چي په دې میدان کي به امریکا اصلي او مهم لوبغاړی وي مګر ماسکو هم څوک له نظره نه سي غورځولای. داسي ښکاري چي طالبان په ماسکو کي د سولي په باب له دې وروستی غونډي څخه ډېر راضي ول. د طالبانو د هیات مشري د شیرمحمدعباس ستانګزي پر غاړه وه، چي په انګلیسي ژبه رواني خبري کوي او د ډېرو زیاتو غربي خبریالانو او د افغانستان د خبریالانو توجه یې ور اړولې وه. طالبانو ښايي د شیرمحمدعباس ستانګزي په ټاکلو سره، چي فیشني افغاني جامې یې په تن وې او، د هغوی د ټولو اصولو په خلاف یې، فیشني او لنډه ږیره درلوده، غوښتل دا وښيي چي دوی هغه طالبان نه دي چي څه کم شل کاله مخکي یې په افغانستان کي قدرت درلود او خلک یې د شلاقو او کیبلونو په زور د اوږدو ږیرو پرېښودلو ته مجبورول. عباس ستانګزي په مرکو کي د تعلیم او تربیې او د ښځو د حقوقو د مسلې پر موضوع باندي ټینګار کاوه. او ضمنا یې دا خبره په هیڅ توګه نه منله چي د طالبانو په صفوفو کي ګواکي بې اتفاقي راغلې ده. عباس ستانګزي، خپل یوه مولوي ملګري ته، په هغه ټلفوني پیغام کي چي د افغانستان استخباراتو ثبت کړی او د سرخط ورځپاڼي ترلاسه کړی دی د سولي له وروستیو خبرو او د خپل استقبال څخه ډېر راضي ښکاري. هغه په خپل دغه پیغام کي وايي چي د دوی مطبوعاتي کنفرانسونو ته تقریبا درې سوه خبریالان ورغلي ول. هغه دا هم وايي چي د کابل د حکومت هیات ته چا چنداني توجه نه کوله او هغوی ډېر خړ ګرځېدل. ستانګزی په دې پیغام کي وايی چي د کابل د هیات مشر حاجي دین محمد ته یې وویل چي تا خو افغانستان ته د امریکایانو، یا د ستانګزي په اصطلاح سرو، په راوستلو کي مرسته وکړه اوس زموږ سره ملا وتړه او د هغوی په ایستلو کي راسره ملګری سه. ستانګزی وايي حاجي دین محمد ومسل او زما د غوښتني هرکلی یې وکړ.
 
د روسیې په غونډه کي یوه بله په زړه پوري خبره دا وه چي د افغانستان حکومت تر پایه ویل چي دا غونډه د افغانستان د حکومت نظر نه څرګندوي بلکه د سولي د عالي شورا کار دی. خو په غونډه کي د جمهورریس اشرف غني کاکا ډاکټر قیوم کوچی، چي په کابل کي په کوچي کاکا مشهور دی، ناست وو او په خپل ګډون سره یې غونډي ته رسمي شکل ورکړی وو. کوچي کاکا، چي تقریبا پنځه اتیا کلن دی، له څه باندي دریو میاشتو راهیسي په ماسکو کي د افغانستان د سفارت له چوکۍ څخه برطرفه سوی دی؛ مګر تر اوسه یې سفارت نه دی پرې ایښی او خپلي وظیفې ته یې دوام ورکړی دی. داسي ښکاري چي د ماسکو په غونډه کي یې د افغانستان حکومت ته له اطلاع ورکولو پرته برخه اخیستې وي.