غزل

سلام سلام سلام دې وى زمـــــــــا دملك سينګاره
ياديږې مى دخوست به شان اې ښكلې ننګرهاره
چې بيا هسې سپرلې وې راسره هغه ياران وى
او ګرځو سيل دستا كوو رښتيا هميش بهاره
دستادوصال شپې چې راپه ياد شې زړه مې تنګ شى
په هجــــــر د سوزيږم اې زما د زړه قــــــــــــــراره
ښايست دټول جهان درنه لوګې شه ګلاب رانګيا
مدام د امـــــــــــــــــــان غوړام دالله پرودګاره
خوستې داسې سوالونه كړې پنځه وخته لمونځه كې
چى تل اباد اباد اوسې دګلـــــــــــــــــو ډك ګلزاره
سيد كريم خوستى العين