يو پاکستاني ملا د يو کلي په خلکو له سره کلمې وويلې او نکاحونه يې پرې وتړل

روهي (درې نۍ/۲۲ د لړم)، د پاکستان د پنجاب صوبې په چنیوټ ولسوالۍ کې د یوه کلي ملا خپلو خلکو ته ويلي دي، چې د دوی ايمانونه په شک دي، نکاحونه يې مات شوی، له سره دې کلمه ووايي او نکاحونه دې وتړي.

د بي بي سي د خبر له مخې په چنيوټ کې د يو کلي ملا په خپله د يوې شيعه ښځې جنازه ونه کړه او مقتديانو ته يې هم وويل، چې که چېرې د يادې ښځې د جنازې په لمونځ کې مو ګډون کړی وي، نو ايمانونه مو خراب شوي، نکاحونه مو مات شوي او بايد له سره نکاحونه وتړئ.

د دغه کلي ملا میا خالد نوميږي او خپل خلک يې داسې اندېښمن کړي دي، چې اوس يې ځينو له خپلو ښځو سره د دويم ځل لپاره نکاحونه تړلي دي.

خو له ياد کلي سر ه نېږدې په يو بل کلي کې ملا د يادې شيعه ميرمنې جنازه کړي او خلکو ته يې ويلي دي، چې په دې ډول کارونو کې هېڅ ستونزه نشته او نکاحونه مو پر خپل ځای دي.