
روهي (درې نۍ/۲۲ د لړم)، د اسفندیار ولي خان په مشرۍ د پاکستان ملتپاله سياسي ګوند ګوند (عوامي نېشنل) دوه جګپوړي ګوندي چارواکي له داغه ګوند اېستلي دي.
افرسياب خټک او بشرا ګوهر هغه دوه کسان دي چې د عوامي نېشنل پارټي غړيتوب ورڅخه اخېستل شوی دی.
اسفندیار ولي خان ويلي، چې دغه مشرانو د ګوند د پالېسۍ او کړنلارې سره په ټکر کې چارې تر سره کولې او په همدې اساس يې غړيتوب ځنډول شوی دی.
افرسياب خټک او بشرا ګوهر د خپلو کړنو په اړه عوامي نېشنل ګوند ته سپناوی ورکړ خو دوی ته د منلو وړ نه او له ګوند ګوښه شول.