د ملي وحدت د حکومت دوه پاکې څهرې!

د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې یواځينۍ بدي پراخ اداري فساد وو، که څه هم په ډېرو برخو کې ولسمشر حامد کرزي کار د صفره شروع کړی وو، خو ولس د نوموړي څخه لویه ګیله همدا وه چې پاکو او پر وطن مئینو اشخاصو پرځای یې په جنګ سالارو او غلو ډېره سرمایه ګذاري وکړه!

ولسمشر محمد اشرف غني څخه لویه هیله همدا وه چې دی به فساد یو څه راکم کړي، پر پاکو او وطن مئینو اشخاصو به ټینګ ملاتړ وکړي، خو نوموړي هم داسې ونکړ!

د حکومت په لومړیو کې ډیری مسولین وېرېدل، او د فساد جرأت یې نه شو کولای. د وخت په تېرېدو سره د کرزي د وخت په همغه شکل فساد په ډېرېدو شو.

زه دلته د غني د حکومت د دوه وو تنو مسولینو یادونه کوم، یو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی عبدالباري جهاني وو ځکه چې جهاني صاحب د تقوا او وطن دوستۍ ښه بلګه وه او اصلاحات یې زړه غوښتل، خو ولسمشر ورته توجه ونکړه، د د خپلې استعفأ سره دا هم وویل چې زه ولسمشر سره په شپږ میاشتو کې هم نشم لیدلای.

جهاني صاحب د دې وطن لوی عالم او د ملي سرود شاعر دی، ولسمشره کابینه په شخصیتونو خوند کوي نه په غلو!

او یو بل ځوان د ادبي ناستو او مدني مبارزې سرلاری د هلمند ولایت مرستیال والي سردارمحمد همدرد ښایم، هغه په هلمند کې د یو احساس له مخې د ښې حکومتدارۍ لپاره هڅې پیل کړې، هغه له غاصبینو دولتي ځمکه خلاصه کړه، ټول غاصبین او مافیه یې پر وړاندې ودریده!

ولسمشره تا مصلحت وکړ ، د غاصبینو خبره دې ومنله او تا دا ځوان نیمروز ته تبدیل کړ، نیمروز کې هم دغه ځوان د پراخ اداري فساد په وړاندې اواز اوچت کړ، هغه په ګمرک، بندروالۍ، ترانسپورټ او د بندې کمال خان د ملي پروژې سره خیانت په وړاندې لکه زغر ودرید، د ولسونو ملاتړ یې خپل کړ، هلته دې هم دا د کار سړی حمایه نکړ.

زه همدرد صاحب له نږدې پیژنم د هغه په وجود کې خیانت او معاملګري نشته، هغه اوس هم عادي ژوند لري حتَی په ټول افغانستان کې خپل شخصي کور نلري.

ولسمشره هرڅه تاریخ څاري، پاک خلک تا کامیابه کوي او ناولي دې تاریخ خرابوي.