غزل

زړه د سندرو انقلاب وړی دی
چا د خواږو ټپو کتاب وړی دی
چا په دوزخ کې ټېل وجود ته ور کړ
چا د عرش لوري ته ثواب وړی دی
شبنم په خوب نيولو سترګو کې توی
سهار يې خوب پسې ګلاب وړی دی
وړانګې له سپن مخ ځينې لوڅې تښتي
چاد بګرام پېغلې حجاب وړی دی
د خواږو سترګو په کتو کې ورکه!
سترګو په تاپسې ځواب وړی دی
طالب له سپينو منارو کښېوتی
طال خمار،خمار شراب وړی دی
30.08.2010